رویټرز د ماشومانو د ملاتړ صندوق د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې په تېرو څلور میاشتو کې د افغانستان ۳.۳ میلیون ماشومان پوره خوواړو ته لاسرسی ناري.
دغې ادارې زیاته کړې، چې پر خوارځواکۍ اخته یو شمېر ماشومان روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نلري.
دا په داسې حال کې، چې یو شمېر نړیوالو بنسټونو اټګل کړی، چې د افغانستان په سږني ژمي کې به ۱۴ میلیون ماشومان له د مرګ له خطر سره مخ شي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام وړاندویېنه کړې وه، چې ۹۸ سلنه افغانان پوره خوراکي توکو ته لاسرسی نلري.
د ماشومانو د ملاتړ صندوق په داسې حال کې دا اندېښنه څرګندوي، چې اسوشیتیډ پریس په خپل یوه راپور کې د افغانستان روغتیايي سیسټم د سقوط په حال کې نومولی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/24815